|
||||||||||||||||||||||||||||||||

27.03.2008
خاطره عظیمی کابل افغانستان
د روښان وفا : لیکنه د بن د غونډې له برکته زمونږ په هيواد کې د بيان د آزادۍ نوم هم رواج پيدا کړ او په دې لړې کې ډيره د پام وړ خبره دا وه چې ګڼ شميرچاپي ،غږيزو،او انځوريزو رسنيو په خپرونو پيل وکړ . چې دا يوه لويه لاس ته راوړنه وه خلکو ګومان کاوه چې دا رسنۍ به د ملي يوالي لپاره کار وکړي او د هيواد د بيلا بيلو سيمو خلک او د هغوى مفکورې به سره يو کړي خو داسې ونه شول ځکه چې دا رسنۍ هم د همغو خلکو په لاس کې پريوتې چې د سيمو ،نژادونو او ژبو تر مينځ يې يوالى نه غوښت او همدا ستونزې ته يې لمن وهله لکه د فردا تلويزيون ،نورتلويزون . په هر صورت رابه شم خپلې اصلي خبرې ته هغه دا چې آريانا راډيو ټلويزيون هم د همدې رسنيو په کتار کې دى چې په خوله نارې وهي (اريانا د ملي يوالي هينداره )او په اصل کې ژبنې تضاد ته په ډير شعوري ډول لمنه وهي خو توپير دومره دى چې بنسټ ايښودونکى يې ټوپک سالار ندى خو د پښتو ژبې سره دوښمني ښه درز کې پالي . ددې خبرې په ښه ډول اثبات ته د رسولو لپاره اړينه ده چې د آريانا راډيو تلويزيون په تشکيلاتو يوه رڼا واچوو . د آريانا تلويزيون بنسټ ايښودونکې احسان الله بيات دى چې د تلويزيون تر څنګ نورې ډيرې بوښتياوې هم لرې او له دې بوښتياوو څخه يوه هم د بيات بنياد له خوا د هيواد په هره برخه کې له درديدلو او ربړيدلو هيوادوالو سره مرسته کول دي خو دا مرستې هم شرط لرې هغه دا چې دا مرستې له نورو خلکو څخه راټوليږي او بيا د بيات بنياد له خوا په خلکو ويشل کيږي خو شرط دا دى چې هرځاى مرسته کيږي بايد د بيات تصوير د آريانا تلويزيون له خوا خپور شي اوګومان کوم چې دا تلويزيون د همدې له لپاره چوړ شوى دى .د نوموړي راډيوتلويزيون عمومي ريس احسان الله آرينزى دى چې د ښه شخصيت خاوند او د پښتو ژبې ښه ليکوال دى د راډيو او تلويزيون ټولو کارکونکو ته په يوه سترګه ګوري . د آريانا راډيو تلويزيون د نشراتو ريس شکيب حضرتي دى دا سړى د علم له پلوه ګومان کوم چې پوره نه دى او يوازې يوه ځانګړنه يې دا ده چې د پښتو ژبې سره يې بيخي مړ دى او دا ژبه د خپل پلار دوښمنه کڼي او تر څنک يې يو څو هندوان هم په نوموړي راډيو او تلويزيون کې مشري لري دا يې تشکيل دى . را به شو د نوموړي ټلويزيون خپرونو ته ددې تلويزيون خپرونې تر ډيره تفريحي بڼه لري دا ځکه چې نوموړى تلويزيون يو تجارتي تلويزيون دى او غواړي پيسې پيدا کړي او خپل اقتصاد ته پرمختګ ورکړي نورې سياسي او کلتوري خپرونې ډيرې کمې او يا هم د نشت په برابرې دې يوازې يوڅو خپرونې دي چې د خپرونو په نوم يې يادولاى شو .خو د پښتو خپرونو په برخه کې دومره بايد ووايم چې د دري خپرونو په پرتله پښتو خپرونې نه شته که څه هم د نومړي راډيو تلويزون د نشراتوپه پاليسۍ کې په ډاګه شوې ده چې د ملي او رسمي ژبو تر مينځ به مساوات ساتل کيږي خو اوس تاسو ووايئ چې دا مساوات کله ساتل شوى دى آريانا راډيو تلويزيون څلورويشت ساعته نشرات کوي که پښتو ژبې ته خپل پوره حق نه ورکول کيږي لږ تر لږه خو بايد ١٢ ساعته خپرونې خو بايد په پښتو وي خو داسې نه يوازې يو څو خپرونې دي زه يې نومونه هم اخستى شم لکه لرغونې شتمنۍ ، هينداره. د بلې ډيوې ادبي خپرونه ،او يو څو وخته پښتو خبرونه دى چې د تلويزيون په برخه کې خپريږي او پاتې ټول سريالونه او نورې لږتر لږه ٢٦ توليدي خپرونه په دري ژبې خپريږي او د راډيو په برخه کې هم يوه دوي ادبې خپرونو او يو څو وخته پښتو خبرونو پرته نورې ټولې خپرونې په دري ژبه دي نو دا مساوات دى ؟ او بله خبره دا ده چې د نورو اورګانونو په شان په نوموړي تلويزيون کې هم ډلې ، ډلبازې او پارټۍ شته چې د يو او بل په کارونو کې خنډ پيدا کوې او نه غواړي چې مقابل لورې يې په خپل کار کې کاميابه شې خو دا ډلې کومې ډلې دي ؟ يوه ډله هغه ډله ده چې په ريښتيا د ملي يوالي لپاره کار کوي اوبله ډله يې بيا هغه د پښتون ستيزه ډله ده چې يوازې يې د پښتو ژبې او پښتنو سره زاتي دوښمني ده او فکر کوي چې بايد پښتانه او پښتو ژبه له مينځه يوسي خو دوى په دې نه پوهيږي چې له کومې ژبې او کوم قوم سره چې دوى دوښمني پالي او غواړي چې له مينځه يې يوسي هغه څوک دي او د هيواد په تاريخ کې يې ځاى څه دى . خو دا د دوى ناداني ده . داسې نورې ډيرې رسنۍ هم شته چې همدا ستونزې ته لمن وهي او د پښتو ژبې سره خپله پلارينه دوښمني پالي چې د هغوى له ډلې څخه د طلوع تلويزيون يادولى شو خو آريانا راډيو تلويزيون او د هندوانو سره يو لاس شوي دري ژبي افغانان په ډير شعوري ډول دا کار کوي په خوله يوڅه وايي او په اصل کې بل څه کوي لکه د ايډز ويروس يا مکروب ورو، ورو د انسان وجود کمزورى کوي او بلاخره يې له مينځه وړي . د طلوع تلويزيون مکروب آريانا راډيو تلويزيون ته هم را رسيدلى دى دا ځکه چې د د همدې ډلې په مټ هر هغه څوک چې په طلوع تلويزيون کې اکسپاير کيږي په دې شرط چې له پښتو ژبې سره تضاد ولري په آرياناراډيو تلوزيون کې يې د يوې برخي د مسؤل په توګه ګماري چې بيا په هغه برخه کې پښتانه کارکونکي له ډيرو ستونزو سره مخ کيږي او تر دې را رسيږي چې خپله دنده پريږدي .ددې لپاره چې همدا څو لاس پوڅي يې په کار کې خنډونه پيدا کوي او له ستونزو سره يې مخ کوي . لومړى خو پښتو خپرونې نه غواړي چې نندارې ته کيښدل شي او که بيا داسې کوم کار هم وکړي نو داسې يو چا ته يې سپاري چې د پښتو ژبه يې هډو زده نه وي او په لوستلو او ويلو يې د پښتو ژبې توهين کوي چې يوه ښه بيلګه يې (يوه شيبه لکه ګلاب ) په نوم سريال دى چې په دې ورستيو کې د همدې تلويزيون له خوا په پښتو ژبه ډوبله شوى دى او نندارې ته ايښودل شوى دى او په نوموړي سريال کې پښتو ته لوى توهين کيږي هغه دا چې ډوبله کونکي يې د ژبې ګرامر بيخي په پام کې نه نيسې او د مونقې او مرکزې جملې توپير پکښې نه کيږي .. دا په آريانا راډيو تلويزيون کې د ستونزو يوه برخه وه او دې ته ورته ډيرې نورې ستونزې هم شته چې پښتانه کارکونکي ورسره مخ دي. زما په نظر بايد د آريانا راډيو تلويزيون مسؤلين دې ستونزې ته د پاى ټکی کيږدي او دا ستونزې هوارې کړي او له دې نشراتي اورګان څخه داسې خلک چې ملي يوالي ته ضرر رسوي لرې کړي او داسې کارکونکې او اشخاص په دندو وګماري چې ددې مقدس مسلک تقدوس ته سپکاوى ونه کړي اوکه دا لړۍ همدا ډول روانه وه نو بيا به د ډيرو خلکو حوصله ختمه شي او په دې راډيويي او تلويزيونې چينل به د غبرګون لاسونه را پورته کړي .
بازگشت به لیست
@ كليه حقوق متعلق به انجمن فرهنگ افغان مي باشد.
Mail: office@kanune-afghan.com,
Tel :069911067754, A-1210 Wien, Pastorstrasse 39-33/51/4
طراحی و اجرا و برنامه ریزی و میزبانی سایت بعهده شرکت www.eurowerbung.at میباشد .

مژده به علاقمندان فرهنگ و ادب !
کانون فرهنگ افغان دراتریش درآستانه دهمین سالگردخود درنظر دارد تا در اواخر ماه اگست سال روان یک سلسله فعالیت های فرهنگی چون تدویر محـــــافل شعروداستان خوانی، محافل موسیقی، نمایشگاه هـــای نقاشی وخطاطی، نمایشگاه های صنایع دستی و تورنمنت های ورزشی مسابقات فتبال وشطرنج را براه اندازد .
بدینوسیله ازتمام فرهنگیان شعرا، نویسنده گان وهنرمندان وهموطنان علاقمند متمنی ایم تا نظریات و پیشنهادات شانرا رااز طریق شمــــاره هــای زیر ویا پست برقی باما درمیـــان گذاشته وازهمکاری های صمیمانه خویشمارامستفیــــد سازید.
باعرض احترام
غوث الدین میر
رئیس کانون فرهنگ افغان دراتریش
ومسوول انجمن همبستگی با مهاجرین افغان
| تلفن: | 069911067754 |
| 00436991176817 | |
| ایمیل: | office@kanune-afghan.com |
| mir.ghousudden@chello.at | |
| سایت: | www.kanune-afghan.com |
| آدرس: | Pastorstrasse 39-33/51/4 |
| A-1210 Wien |